دیکشنری حرفه‌ای سلیمی

جستجوی سریع، دقیق و حرفه‌ای واژه‌ها

واژه خود را جستجو کنید.

★ علاقه‌مندی‌ها

◷ تاریخچه

Salimi Technology Services Company

درباره شرکت

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.

خدمات ما

🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویب‌سایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستم‌های دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمره‌های امنیتی📡خدمات انترنت

ارتباط با ما

🌐 salimitech.com   ✉ info@salimitech.com   ☎ 0794709096

زبان

قالب نمایش

فونت

اندازه نوشته

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتنو ادبي دیره

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
❦
پرموزيګي مې پېرزونه شې
❧
دخاوروخټ شې چې دعادرته کومه
❦
پرمولوي مې سلام وايه
❧
زماجانان له کتاب خلاص کړه چې راځينه
❦
پرمېږتون باندې مې شپه وای
❧
يارراسره وای زه به تل خوشاله ومه
❦
پرمين مه کړئ ملامته
❧
چې خدای مين شوپيغمبريې پيداکنه
❦
پرناقابل طبيب مې مخ شو
❧
خوږ مې دزړه دارو دسترګوراکوينه
❦
پرنړېدلوقبروراغلم
❧
ځوانان پراته دي دديدن درخواست کوينه
❦
پرنيموشپودسپوغپاشوه
❧
په باوري يارمې باوردی رابه شينه
❦
پروسږ دامهال ژوندی وې
❧
سږخودې ورکړل توروخاوروته څنګونه
❦
پروطن ستادراتلوغږشو
❧
ماپه خپل کوردګلوفرش وغوړاونه
❦
پروطنوورکه جانانه
❧
چې نه دې نوم شته نه دې بوی شمال راوړينه پرون پرپورې کلي راغلم دشاليلااوربل يې بل ته جوړاونه
❦
پرون دګل په شان تازه وم
❧
نن پرې بېلتون ظالم خزان ولګاونه
❦
پرون دنياوه نن قيامت دی
❧
چې زه ولاړه جانان غواړي رخصتونه