دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
پرمادې کلی ګوماني کړ
❧
ناترسې مه خوره دمنګي لاندې څرخونه
❦
پرمادې زرښندلي نه دي
❧
چې دڅراغ په رڼاغواړې ديدنونه
❦
پرمارڼاورځ توره شپه ده
❧
چې رانه پټ شي ستادسپين مخ ديدنونه
❦
پرمالابادددنيالګي
❧
پريارمې پرېوتل دخاوروانبارونه
❦
پرمخ دې بيا سرخي پيداشوه
❧
لکه پرواوره چې دوينوڅاڅکي وينه
❦
پرمخ دې څاڅکی دباران دی
❧
ماخوګومان دمرغلروپرې کاونه
❦
پرمخ مې ژرژر کفن خپور کئ
❧
ناوخته کېږي اوس به لوی سفرته ځمه
❦
پرمخ مې سېل داوښکو راغی
❧
دزړګي صبربه مې يوسې څه به کړمه
❦
پرمخ مې سرې اوښکې بهېږي
❧
دسروياقوتومهماني اشناته وړمه
❦
پرمخ مې اوښکې دغم راغلې
❧
داشناغم پرمخ څپېړې راکوينه
❦
پرمخ مې پشم دخولودی
❧
نه پرې پوهېږم چې خولې دي که ګلونه
❦
پرمخ مې ډېرې اوښکې راغلې
❧
دپخواني اشنا رويبارمې وليدنه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦