دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
اباسين راغی غاړې غاړې
❧
په سر يې راوړه کشميري د خيال شالونه
❦
اباسين بيا په څپو راغی
❧
په سر يې راوړه سپينې خولې زېړ پېزوانونه
❦
اباسين بيا څپې څپې دی
❧
هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه
❦
اب و دانه مې شوه تمامه
❧
ليلا پر زړه راکړه د تورو ګوزارونه
❦
اب کوثر جانانه راشه
❧
د بېلتانه په سفر ځم تږی به شمه
❦
اپت وهلي کښت ته راغلم
❧
نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه
❦
اټې اټې زلفې دې توی شوې
❧
د پا غوندې په دود دې سر سپين شومه
❦
اجر و جزا د عمل حق ده
❧
څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي به وړينه
❦
احمده خدای دې جنتي که
❧
تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
❦
اخر به خاورې شې صورته
❧
که دې هر څونه په زربفتو کې ساتمه
❦
اخر به خاورې شې بدنه
❧
که دې هر څو پر وطنو وګرزومه
❦
اخر به خاورې شې جانانه
❧
ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦