دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
پرمخ مې مه وهه ظالمه
❧
دژړاډکې سترګې چاته واړومه
❦
پرمخ مې وروژبه راکاږه
❧
مخ مې تنکی دی ستاله ژبې سره ځينه
❦
پرمخ يې پشم دخولودی
❧
خلک ګومان دمرغلروپرې کوينه
❦
پرمخ يې داسې پرهارکېږده
❧
چې دمالت نجونې يې راشي په پوښتنه
❦
پرمخ يې پرخه دخولو ده
❧
لکه شبنم چې دسهارپه ګلووينه
❦
پرمخ يې داسې پرهارکېږده
❧
چې دغرمې خولې پرې ډنډ ولاړې وينه
❦
پرمخ يې سپينې روپۍ زانګي
❧
نجلۍ په څڼولاس وهي يارله ورځينه
❦
پرمسافرمې زړه خوږېږي
❧
زمالالی دی مسافرمحتاج به وينه
❦
پرمسافرومې زړه نه سو
❧
اوس مې پرې سوځي چې مې يار مسافرشونه
❦
پرملانرۍ په رنګ ژړۍ ده
❧
موريې دژېړې غواشودې ورکړې دينه
❦
پرمورچل نېغ ورځه ټيټ نه شې
❧
ښايسته ځلمی له مرګه څنګ نه کړي مينه
❦
پرمورچل هغه ځلمی خېژي
❧
چې يا مين وي يايې پېغله ناسته وينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦