دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
بېلتون رښتيادسل مرض دی
❧
نه ترې رغېږم نه دستی ورباندې مرمه
❦
بېلتون زماکشری وروردی
❧
په ميراثه کې رانه يارجلا کوينه
❦
بېلتون ښامار په لار کې پروت دی
❧
دپاړوګر جانان مې هېرشوه منترونه
❦
بېلتون ظالم په لارکې ناست ؤ
❧
دکال ديدن مې يارته ووړ تالايې کنه
❦
بېلتون قصاب چاړه په لاس کې
❧
زه ونډۍ کړم کورپه کور مې ګرزوينه
❦
بېلتون قصاب زه يې حلال کړم
❧
دغم په تبر مې هډونه غوڅوينه
❦
بېلتون قلنګ په ما جارې کړ
❧
ګوهر داوښکو زه ده ته ورکومه
❦
بېلتون کوټوال دجبل خانې شو
❧
عاشق مظلوم ته زولنې وراچوينه
❦
بېلتون لوټمار په لارکې ناست دی
❧
دکال ديدن مې يار ووړ تالايې کنه
❦
بېلتون دهر چاسره مل دی
❧
زه تنهانه يم چې چې ګيله ځنې کومه
❦
بېلتون يواځې په ما نه دی
❧
بېلتون شمال دی هره ونه خوځوينه
❦
بېلتون مې خاورې په کاسه کړې
❧
شيرين جانان يې رانه بيا مسافر کنه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦