دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
بېلتونه ستا ګوزار عبث دی
❧
زه معشوقې لکه سندان کوټلی يمه
❦
بېلتونه غبرګ زامن دې ومره
❧
چې ته غمجن شې ګوندې زه دې هېره شمه
❦
بېلتونه کوردې راته ښيه
❧
دزوردې نه يم ننواتې به درځمه
❦
بېلتونه مخ دې چاته مه شه
❧
ماته دې مخ شو ددوهۍ ملنګ دې کړمه
❦
بېلتونه مه کړه ډېر ظلمونه
❧
جانان راپرېږده سپينه خوله مې زنګ وهينه بېله به يم بېله به ژاړم بېله به مرم بېله به قبر لره ځمه
❦
بې له جانانه په سره کټ کې
❧
لکه چې ځای مې ددوزخ په منځ کې وينه
❦
بې له ديدنه به روغ نه شم
❧
که په باروبارو دې راشي کاغذونه
❦
بيه دبازرانه پرې لاړه
❧
اشنا ګونګی وخوت تاوان راباندې شونه
❦
باد د جانان له لورې راغی
❧
زما زړګی چې مړاوی ؤ پرې تازه شومه
❦
باران داوښکو په ورېږي
❧
لمبې دزړه مې شرارې نه پېژنينه
❦
باڼه دې غشي ديارۍ دي
❧
زه دې دوروځو په ليندۍ ويشتلی يمه
❦
باور په مامه کړه جانانه
❧
زېړ رنګ مې ګوره چې مين دربانې يمه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦