دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
بېلتون په جګه غونډۍ ناست دی
❧
قلم په لاس کې دوه مين جلاکوينه
❦
بېلتون په سپين اس باندې سوردی
❧
نيزه بازي په مينانوباندې زده کوينه
❦
بېلتون په لويوغرو وراوخوت
❧
ماويل څه دي ده ويل کوردې ورانومه
❦
بېلتون پرما نه دی چې ژاړم
❧
بيلتون شمال دی هره ونه ښوروينه
❦
بېلتون په تنګه کوڅه راغی
❧
ماويل سلام دی ده وې کوردې ورانومه
❦
بېلتون په هر چا مېلمه کېږي
❧
پرماچې راشي تېروي مياشتې کلونه
❦
بېلتون په اصل شازاده دی
❧
چې هرګړۍ ماته جانان رايادوينه
❦
بېلتون په باندې ډېرکلک دی
❧
په عاشقانو تل مدام کوي ظلمونه
❦
بېلتون په لوړوغرونوراغی
❧
راکوزيې مه کړي موراولورجلاکوينه
❦
بېلتون په لوی درياب لاهوکړم
❧
کښتۍ دوصال ماله راوله مينه
❦
بېلتون په منځ دکوڅې راغی
❧
په مينه ګيرهلکان ډزې په کوينه
❦
بېلتون ته وايه لاس دې خلاص دی
❧
يارخودې بېل کئ نوردې څه له لاسه شينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦