دیکشنری حرفه‌ای سلیمی

جستجوی سریع، دقیق و حرفه‌ای واژه‌ها

واژه خود را جستجو کنید.

★ علاقه‌مندی‌ها

◷ تاریخچه

Salimi Technology Services Company

درباره شرکت

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.

خدمات ما

🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویب‌سایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستم‌های دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمره‌های امنیتی📡خدمات انترنت

ارتباط با ما

🌐 salimitech.com   ✉ info@salimitech.com   ☎ 0794709096

زبان

قالب نمایش

فونت

اندازه نوشته

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتنو ادبي دیره

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
❦
بلبل دزړه په غم اخته شو
❧
غوټۍ دخيال سوداکوي دزړه دننه
❦
بلبل دګل په څانګه ناست دی
❧
دخزان بادڅخه اوس چوڼکی لرينه
❦
بلبل دګل پر ډنډرناست دی
❧
زړه يې سوری ؤ ګل يې سورپه وينوکنه
❦
بلبله زړه به دې سوری شي
❧
چې دخزان شمال ګلان ورژوينه
❦
بلبله ژر شه ديدن وکړه
❧
خزان ظالم دی رژوي ښايسته ګلونه بلبلې والوتې چمن ته طوطيانوخوب دبې غمۍ ونښلاونه
❦
بله ډېوه شه راته کېنه
❧
زه دې پتڼ ستاپه ديدن راغلی يمه
❦
بله شونټۍ دلاس کې مړه شه
❧
چې خانتما ځان ته دې فکر شي مينه
❦
بلې لمبې مې له زړه خېژي
❧
که څوک تودېږي زما خواله دې راځينه
❦
بنديان به خدای له بنده خلاص کي
❧
غمازه ستا بې ورخه کړه ماژړوينه
❦
بندي خانې لره مې بيايي
❧
ترخدای مې ځارکئ بندې ياربه ووينمه
❦
بندي خانې لره مې راشه
❧
دزولنو به مې شرنګی وي دربه شمه
❦
بنګړي مې ستا په کټ کې مات شول
❧
که مېړنی يې اوس مې ډک کړه مړوندونه