دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
بنګړي مې وؤ په لاس مې نه کړه
❧
اوس به ديار غېږې له ځم تش مړوندونه
❦
بنګړي نيم پورته که نيم ښکته
❧
چې په خالي مړوند دې سر ولګومه
❦
بنې بنتون راباندې تېر شو
❧
زه ددوزخ دلمبوڅه پروالرمه
❦
بڼ له راځه زه مخ کې ولاړم
❧
ما سرې مڼې داننګو کرلې دينه
❦
بوټي راټول که اورپرې بل که
❧
زمونږ دستوردی په رڼا خوله درکومه
❦
بوټی خونه يم چې لمبه شم
❧
دعشق په اور مې غوښې ورو،ورو وريتومه
❦
بوډا به هېچېرې ياد نه کړم
❧
بوډاچې ځان تياروي سبا به وينه
❦
بورابلبل ته په ژړا شو
❧
چمن خزان شواوس به دواړه سره ځونه
❦
بورابه خدای په ګلو موړ که
❧
باغوانه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه بورابه ولې ژړانه که خزانه تا چې په ګل وکړل چپاونه
❦
بورابه ولې کوکې نه کا
❧
چې يې خپل ګل دبل په لاس کې وليدنه
❦
بورا په ګل کې رنځورپروت ؤ
❧
پاڼه پکې ورته وهي چې جوړبه شينه
❦
بورا په پت بې پته نه ؤ
❧
خزان په ځان کړ ځکه بېل له ګله شنه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦