دیکشنری حرفه‌ای سلیمی

جستجوی سریع، دقیق و حرفه‌ای واژه‌ها

واژه خود را جستجو کنید.

★ علاقه‌مندی‌ها

◷ تاریخچه

Salimi Technology Services Company

درباره شرکت

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.

خدمات ما

🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویب‌سایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستم‌های دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمره‌های امنیتی📡خدمات انترنت

ارتباط با ما

🌐 salimitech.com   ✉ info@salimitech.com   ☎ 0794709096

زبان

قالب نمایش

فونت

اندازه نوشته

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتنو ادبي دیره

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
❦
بخت مې له تخته کوزپرې باسي
❧
خدايه زماپه بخت دې څه ليکلي دينه
❦
بخت مې ياري راسره نه کړي
❧
که مې نګين دسلېمان په ګوته شينه
❦
بخته دخدای دپاره ويښ شه
❧
څوک ترقيامته پورې نه کوي خوبونه
❦
بخته نمراده چېرې لاړې
❧
يوځلې راشه چې دسيال سره سيال شمه
❦
بدن مې دېګ صورت مې غوښې
❧
اوښکې ښوروابېلتون ترې اورلاندې کوينه
❦
بدن مې وچ لکه رباب دی
❧
زړه مې شابازدی اندېښنې پرې غږومه
❦
بدن مې وچ لکه لرګی شو
❧
بېلتون ظالم په وچ لرګي اورلګوينه
❦
بدن يې باغ زنه مڼه ده
❧
نجلۍ وړه ده دخوراک به کله شينه
❦
برالاحال ويلای نه شم
❧
مينې دې پټ په زړه راکړي دي داغونه
❦
برايې چېرې وې مينه
❧
چې شاليلا دسپينې خولې کړل خيراتونه
❦
برايې ستاکره مېلمه وم
❧
ترسرمې لاندې وؤدپروبالښتونه
❦
بری به خدای ستاپه نصيب کا
❧
په توروڅڼومې زيارت جاروکومه