دیکشنری حرفه‌ای سلیمی

جستجوی سریع، دقیق و حرفه‌ای واژه‌ها

واژه خود را جستجو کنید.

★ علاقه‌مندی‌ها

◷ تاریخچه

Salimi Technology Services Company

درباره شرکت

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.

خدمات ما

🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویب‌سایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستم‌های دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمره‌های امنیتی📡خدمات انترنت

ارتباط با ما

🌐 salimitech.com   ✉ info@salimitech.com   ☎ 0794709096

زبان

قالب نمایش

فونت

اندازه نوشته

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتنو ادبي دیره

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
❦
توتان پاخه لېونۍ مړه شوه
❧
دې به څنډل مابه خوړل مشغول به وونه توره تيرا تورې څنګلې ليلامچۍ شوه زه به يې چېرې لټومه
❦
تورې په خرپ وهئ ځوانانو
❧
دباباملک دی په سرووينويې ساتونه
❦
تورې دې سترګې  تورې زلفې
❧
ما دې صفت په سلالاکې واورېدنه
❦
ته به په سره بستره خوب کړې
❧
مابه داستاغمونه ورو ورو ژړوينه
❦
ته پرون چېرې وې لوی مه شې
❧
چې شاليلاپه سپينه خوله کړه خيراتونه
❦
ته که زماپه تمه ناست يې
❧
تمه دې غوڅه کړه مايارنه درکوينه
❦
ته که زمادپلارمزدورشې
❧
دباغ په پوله به جوړه ګرځو مينه
❦
په پاتې ژوند کې به څه خوند وي
❧
چې يوم په لاس پرجانان خاورې اړومه په پاچاهۍ کله خوښېږم چې په يوه ګړۍ دياره جدايمه
❦
په پاولو ډکه که راواوړې
❧
پرزکندن باندې که يمه جوړبه شمه
❦
په پت کې تورتورمسلی ښه دی
❧
بې پته يارکه شاهزاده وي څه يې کمه
❦
په پخوانوسترګومې ګوره
❧
اوس مې جامې دملنګۍ اغوستې دينه
❦
په پخوانوسترګومې ګوره
❧
که مې مخ زېړ وي ستاغموبه کړی وينه