دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
ته دې دزړه برجونه ټينګ کړه
❧
ماخېژولي پرخيالي اوربل توپونه
❦
ته فريادي ورشه کاغذه
❧
دسوي زړه مې يارته وکړه فريادونه
❦
ته چې ترسين راپورې وزې
❧
اوربل جاله که دواړه زلفې تنابونه
❦
ته مسلمان شه خوله دې راکړه
❧
نامرده پرېږده دهندوانومجلسونه
❦
ته مې اروازه دې کالبوت يم
❧
چې اروانه وي کالبوت تورې خاورې وينه
❦
ته ولې خوب پرپالنګ ډېرکړې
❧
بېلتون به راشي مااوتا به جلاکړينه
❦
ته ولې خوب په پالنګ ډېر کړې
❧
عيش دهغودی چې لاهورپه توروخورينه
❦
ته يې کوه زه به يې ګالمه
❧
که جانان راغی بندپه بندبه يې ورته کړمه
❦
ته يووارراشې بېنواشې
❧
دااوم کال دی لېونی درپسې شومه
❦
تياره زما په سترګوراغله
❧
که تورې وريځې په اسمان راغلې دينه
❦
تياره ماښام دی ښېرامه کړه
❧
ته به دنازښېراکوې رښتيابه شينه
❦
تيراته لاړشه بوړی راوړه
❧
زماپه سپينه خوله به وشي جنجالونه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦