دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
په اخرت به اشناغواړم
❧
دنيافاني ده لاس مې ونه رسيدنه
❦
په اخرت بهلالی غواړم
❧
په دې دنيا يې ظالمان نه راکوينه
❦
په اخرت به جانان غواړم
❧
پردې فاني دنيا يې رانه کړل لاسونه
❦
په اخرت به اجر غواړم
❧
پردې فاني دنيامې تېرکړل زحمتونه
❦
په اخرت به ورته ګورم
❧
نوی مين يم په ديدن نه مړېږمه
❦
په اخرت چې خدای قاضي شي
❧
زه به لومړی عرض پرجانان باندې کومه
❦
په اخرت چې خدای قاضي شي
❧
زه به دفتر دبې کسۍ وغوړومه
❦
په اخرت چې خدای قاضي شي
❧
زه به کاغذ ستا دجفاوړاندې کومه
❦
په اخرت خوارشې ريباره
❧
لېږلی ما وې بند دې ځان ته وتاړنه
❦
په اخرت خوارشې غمازه
❧
په ايروپټ اوردې لاړه پرې ودې سومه
❦
په اخرت کې به نارې کړم
❧
چې ناداني وه په ګناه نه پوهېدمه
❦
په اخرت کې به دا وايم
❧
چې ياررانه کړه دسرکو شونډوسرونه په ازلي قلم مې بايلو خوشې دعوه دبېلتانه سره کومه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦