دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
پښتنې پېغلې خوشالي کا
❧
چې ځلميان کاندي دانګرېزسره جنګونه
❦
پښې پرې کرارږدئ خاورې نه دي
❧
هغه ځلمي دي چې کاږه له خياله تلنه
❦
پل صراط به ورته نيسم
❧
په مرسلانوکې سرداردی رابه شينه پل صراط به ورته نيسم پرمروراشنابه غېږ وګرځومه پلودې ځان پسې راکاږې زماګمان دې مېلمنې درباندې شونه
❦
پلوه ستانه مې زړه بدشو
❧
مخ ته مې راغلې ومې نه شول ديدنونه
❦
پليته وسوه تېل تمام شول
❧
اوس مخ راواړوه چې ستاپه رڼاشمه پورته بلۍ ته نظروکړه دکشمالوپه څېرکږه ولاړه يمه
❦
پورته دسين غاړه رانيسه
❧
زه به منګی په لپوورو،وروډکومه
❦
پورته زيارته رارسېږه
❧
دسوات له سره په عرضې راغلې يمه
❦
پورته په ناوراپسې راشه
❧
که سپينه خوله خورې که دپوڅوکنډکونه
❦
پوره دې نه کړه خپله هوډه
❧
په نيمه لارکې دې زنګون ولګاونه
❦
پوښتۍ مۍ ماتۍ شوې يارۍ کې
❧
مورته بانه کړم چې برېښ کوي مينه
❦
پورې کمره کې زېړه ګله
❧
يابه دې پرې کړم يا به ځان وغورځومه
❦
په احتياط په رودګډېږه
❧
يويې له موره چېرې غرق نه شې مينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦