دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
پرپيربابابه ورغوړېږم
❧
که مې قبول کادالنډي لنډي سوالونه
❦
پرپيغمبرمې سلام وايه
❧
امت دغرق شودګناه په دريابونه
❦
پرتوپ خاته راته اسان دي
❧
ديارپه تش کتومې زړه ورېږدېدنه
❦
پرتوراوربل دې ږلۍ وشه
❧
چې دسينې پرمخ دې وږي ټولومه
❦
پرتورپيکي دې خاورې واوړه
❧
روغه نجلۍ وم لېونۍ دکړم مينه
❦
پرتوروبدمه وايئ خلکو
❧
بوراپه توره خوله ګلونه بويوينه
❦
پرتوروخاوروسلام وايه
❧
اشنامې ګل دی ګل به نه خاورې کوينه
❦
پرتوروسترګودې مين کړم
❧
بيادې په زلفوکې دعمربندي کړمه
❦
پرتورلحد مې سلام وايه
❧
چې خاورې نه کړي دځوانانوبشرونه
❦
پرتورياليو مې زړه سوځي
❧
سباته جنګ دی توريالي ووړکي به مرينه پرتيرامه اوره بارانه چې لمدوې دجنکو دسرشالونه پرجنازه مې بيړه وکړئ ناوخته کېږي نااشناوطن ته ځمه
❦
پرجنازه مې تلواروکړئ
❧
ناوخته کېږي داشناديدن ته ځمه
❦
پرجهان ډېرغمونه شته دي
❧
بې له هجرانه ټول غمونه اسان دينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦