دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
پرعقل الدين مې سلام وايه
❧
دادی جانان مې کومکي درولېږنه
❦
پربام خوهسکه ټيټه کېږې
❧
دزنې خال دې په پرچال وسولاونه
❦
پربام دي شنې کوترې ناستې
❧
زمادزړه کوتره نه شته مړه به وينه
❦
پربام ولاړه يم زنګېږم
❧
دخوبه نه يم ديارغم مې زنګوينه
❦
پربام ولاړې هوادارې
❧
مرګی دې هېردی په اوربل وهې لاسونه
❦
پربام ولاړه يې نازکې
❧
مرګی دې هېر دی که دخوب نن زنګوينه
❦
پربل وطن مې نه لورېږې
❧
که دنوکرورسالې درپسې ځينه
❦
پربلۍ لوڅ مخ مه درېږه
❧
سپوږمۍ شرمېږي مخ په ورېځوپټوينه
❦
پربېلتانه به روغه نه کړو
❧
بېلتون ظالم دی مااوتاجداکوينه
❦
پربېلتانه مې ځان شاګردکړ
❧
مالاشروع په کړې نه وه عاق يې کړمه
❦
پرپالنګ پاس درسره ناسته
❧
کوزه چې نه شي چېرې تانه ګيله منه
❦
پرپخواني اشنابه ورشم
❧
غږ به پرې وکړم که پرهغه مينه وينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦