دیکشنری حرفه‌ای سلیمی

جستجوی سریع، دقیق و حرفه‌ای واژه‌ها

واژه خود را جستجو کنید.

★ علاقه‌مندی‌ها

◷ تاریخچه

Salimi Technology Services Company

درباره شرکت

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.

خدمات ما

🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویب‌سایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستم‌های دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمره‌های امنیتی📡خدمات انترنت

ارتباط با ما

🌐 salimitech.com   ✉ info@salimitech.com   ☎ 0794709096

زبان

قالب نمایش

فونت

اندازه نوشته

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتنو ادبي دیره

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
❦
اختر چې تېر شي بيا به راشي
❧
دا د ځوانۍ عمر په بېرته نه راځينه
❦
اختر د واړو مبارک شه
❧
دا د ځوانۍ عمر په بېرته نه راځينه
❦
اختر دې تا ته مبارک شي
❧
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
❦
اختر له تا سره ښايېږي
❧
نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه اختر نژدې دی ياره راشه مبارکي به يو وبل ته ورکوونه
❦
اخر ته داسې درته وايم
❧
اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه اخرنی ځای دې لحد دی ظالمه مه کوه په ما ډېر ستمونه
❦
ادکې مورې څراغ بل کړه
❧
د مومن خان په وينو سره شول بالښتونه
❦
اذان په ځنډ کوه طالبه
❧
زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه
❦
ارام د زړه مې پرې و نه شو
❧
که مې له سرو سترګو ويني تويومه
❦
ارمان ارمان تېره ساعته
❧
پېدا به نه شې که ملنګ در پسې شمه
❦
ارمان ارمان خپله وطنه
❧
د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه
❦
ارمان ارمان دی لويه خدايه
❧
چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه
❦
ارمان ارمان سپينې سپوږميه
❧
سلام مې وروړه د همزولو تر کېږديه