دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
اخر به پاتې شې ميدانه
❧
مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه
❦
اخر به دا دنيا شي ورانه
❧
تر خاورو لاندې به شي ښکلي بشرونه
❦
اخر به کند کچکول راواخلم
❧
چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه
❦
اخر به مرم پاتې به نه شم
❧
ته چې دا سپينه سينه ږدې په دېوالونه
❦
اخر به مرم پاتې به نه شم
❧
که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه
❦
اخر به وران شې پېښوره
❧
د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه
❦
اختر پرون ؤ پرون تېر شو
❧
دا د دامان کوترو نن سره کړه لاسونه
❦
اختر پرون تېر شو عالمه
❧
د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
❦
اختر نژدې دی روژه لاړه
❧
ليلا به چاته سرې منګلې ښکاروينه
❦
اختر په ټوکو ټوکو راغی
❧
نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
❦
اختر په ورځ دې سينګار کړ
❧
څوک دې په زړه دي که ډاډه وهې ټالونه
❦
اختر ته ډېره خوشالېږم
❧
زما ديار وعده اختر دی رابه شينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦