دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
اشنامې جنګ کې سرورکړی
❧
ځکه همزولو کې سرلوړې ناسته يمه
❦
اشنامې ځي نه راستنېږي
❧
که ورته کېږدم دسورکوشونډوسورنه
❦
اشنامې سر په وطن کېښود
❧
په تورو زلفو به کفن ورته ګنډمه اشنامې کډې دغويو کړي زمايادېږي دسرو اوښو کتارونه اشنامې ګل دکابل جان دی زه يم بلبل دکندهار نغمې کومه
❦
اشنامې ګل دلاسه نه اخلي
❧
داسمان ستوري به جرګه ورته لېږمه اشنامې ګل زه يې بلبل يم بلبل مدام ژړا په ګل پسې کوينه
❦
اشنامې ولاړی اسماني شو
❧
اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به شينه
❦
اشنامې ولاړئ مسافر شو
❧
زه يې تنهاظالم بېلتون ته پرېښوومه اشنامې لمر په غره راخېژي لکه شاهين لوړې ژورې لټومه
❦
اشنا مې نوی چلم کښ دی
❧
دڅېړۍ اور به په پېزوان ورته وروړمه اشنامې وږی رانه تللی چې دسترخان لره ورځم ژړاراځينه اشنايه بدراسره مه کړه زه په پردي وطن کې يوتاپېژنمه
❦
اشنايه داسې خوڅوک نه کړي
❧
لکه سپين موم په سره انګاردې ويلې کړمه
❦
اشناستادبې نيازيه
❧
په لارې ناست يم په سرخاورې بادومه
❦
اشناسختۍ ته مې ټينګ شه
❧
خپل اشنايان بې سختۍ چاموندلي دينه
❦
اشنايه يووارترماراشه
❧
يودوې خبرې دګيلې درته کومه
❦
اشنايه لاړې اسماني شوې
❧
اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به شينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦