دیکشنری حرفه‌ای سلیمی

جستجوی سریع، دقیق و حرفه‌ای واژه‌ها

واژه خود را جستجو کنید.

★ علاقه‌مندی‌ها

◷ تاریخچه

Salimi Technology Services Company

درباره شرکت

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.

خدمات ما

🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویب‌سایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستم‌های دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمره‌های امنیتی📡خدمات انترنت

ارتباط با ما

🌐 salimitech.com   ✉ info@salimitech.com   ☎ 0794709096

زبان

قالب نمایش

فونت

اندازه نوشته

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتنو ادبي دیره

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
❦
پرزړه به لويه تيږه کېږدم
❧
داستاله لورې به يې ورو ورو صبرومه پرزړه سوری ترې کورته راغلم دجانان بدمې پرلېمومنلي دينه پرزړه مې اور دګرګو بل دی داوسيلوپرځای سکروټې تويومه
❦
پرزړه مې باردغم انباردی
❧
هسې مخلوق ته په خنداولاړه يمه
❦
پرزړه مې ته بانې مې نورې
❧
کلي کې ګرځم ماشومان کرارومه
❦
پرزړه مې خاورې کوټنۍ شوې
❧
اغزي پرې شنه شوه اوس مې خوب ته نه پرېږدينه
❦
پرزړه مې څه بلا تېرېږي
❧
عالم ته روغه په خنداولاړه يمه
❦
پرزړه مې ځای دداغونشته
❧
داکبرجن اشنالانورپرې راکوينه
❦
پرزړه مې ډنډدوينوجوړشو
❧
په لړمانه کې مې دوينوولې ځينه
❦
پرزړه مې ډېردي ارمانونه
❧
پوره به نه شي زه به تورې خاورې شمه
❦
پرزړه مې ستادجفا غږ دی
❧
په تورلحدکې به ښېرا درته کومه
❦
پرزړه مې سرې منګولې کېږده
❧
که دسرسام په تبه پروت يم روغ به شمه
❦
پرزړه مې شنه پيشو لګياده
❧
وينه يې وڅکه اوس هډوکي شپېلوينه
❦
پرزړه مې شنې لوخړې راغلې
❧
لکه په شين اسمان چې ورېځ راغلې وينه