دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
پاس پربام مه خېژه کوترې
❧
پورته اسمان کې به شين لمرشرمنده شينه
❦
پاس په بلۍ کوترې راغلې
❧
زه په پوړوديارپوښتنه ترې کومه
❦
پاس په تيرااوره بارانه
❧
دپېښورپه برخه سېل دی رابه شينه
❦
پاس په سينه ځای راته جوړکه
❧
مزل وهلې ځمکه ځای نه راکوينه
❦
پاس په کمره ولاړه ګله
❧
نصيب دچايې اوبه زه درخېژومه
❦
پاس په کمره ولاړې زرکې
❧
بازمې رنځوردی له خولې وينې تويوينه پاس په ګودردپېغلوجنګ شو دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه
❦
پاس په اسمان کې ډزې وشوې
❧
چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه
❦
پاس په اسمان کې ستوری زه وای
❧
نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه
❦
پاس په اسمان کې مرحباشوه
❧
محمدوخوت دالله ديدارته ځينه
❦
پاس په اسمان کې ستوري ښکاري
❧
اشناويده دی مايې وکړل ديدنونه
❦
پاس په اسمان کې ګړزهارشو
❧
جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه
❦
پاس په بنګله کې فريادخېژې
❧
يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦