دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
څانګه به نن سباکې ګل شي
❧
مايې په سرکې سرې غوټۍ لیدلې دينه څانګې راښکته شه خوله راکړه که زه درپورته شم راماته به دې کړمه
❦
څاه يې کېندلی ؤ موږته
❧
رقيب په خپله په کې ولوېده مينه
❦
څراغ ته سمه ودرېږه
❧
چې مسافراشنادې وويني خالونه
❦
څراغ ته ګورم راپه يادشې
❧
خوله خنداته جوړوم ژړاراځينه څراغ چې بل شي بيابه مړشي زړه چې مين شي همېشه لمبې وهينه څراغ مې مړتېل يې تمام شو ديارقلم مې په تياره کې پاتې شونه
❦
څراغه بلې لمبې وکړه
❧
دبېلتانه په بالښت خوب درته کومه
❦
څراغه بلې لمبې وکړه
❧
ورستی ديدن دی بيابه نه وي ديدنونه
❦
څربانډه ژريوسه رويباره
❧
دبېلتانه غوبل مې کور راورانوينه څرنګه سپين سپېڅلی ګرځې خدای دې مين کړه چې خيرن دې ووينمه
❦
څښتنه بيادې ماسخوتن که
❧
دګلولښتې دموزيانوکټ ته ځينه
❦
څله مې توره توره بولې
❧
زه توره نه يم مورپه نازبللې يمه
❦
څيرې ګرېوان درپسې ګرځم
❧
دمينانوبرخې خوارې دي مينه څيرې ګرېوان مه ګرځه ياره خلک به وايي چې مين به چېرې وينه
❦
څښتنه علم مې نصيب کړې
❧
يامې طبيب کړې چې ديارداروکومه
❦
څنګ ته مې مه راځه جانانه
❧
سبابه بوی دلونګين درڅخه ځينه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦