دیکشنری حرفه‌ای سلیمی

جستجوی سریع، دقیق و حرفه‌ای واژه‌ها

واژه خود را جستجو کنید.

★ علاقه‌مندی‌ها

◷ تاریخچه

Salimi Technology Services Company

درباره شرکت

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.

خدمات ما

🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویب‌سایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستم‌های دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمره‌های امنیتی📡خدمات انترنت

ارتباط با ما

🌐 salimitech.com   ✉ info@salimitech.com   ☎ 0794709096

زبان

قالب نمایش

فونت

اندازه نوشته

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتنو ادبي دیره

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
❦
ټوپک دې بياپه وليوسپورکړ
❧
لکه په تورچنارچې واچوې ټالونه
❦
ټال ته ختم بنګړي مې مات شول
❧
ګناه دې يارده چې کوي اشارتونه
❦
ټال کې ځانګل درته نه ښايي
❧
بوی دې دزلفوشمال وړي کوي مرګونه
❦
ټال مې بانه مطلب مې ته يې
❧
چې دسورکي سالو دې وکمه سيلونه
❦
ټبردې ټول راباندې ګران دی
❧
زه ستالپاره دوړوسلام کومه
❦
ټپوس دبازپه نرخ خرڅېږي
❧
زه په دغه بازارسوداکله کومه
❦
ټپوس کوتره په خوله يوړه
❧
شهبازه وخورې مرکنډۍ دواړه څنګونه
❦
ټټرمې توروته ستاونيو
❧
پاس په تندي مې دچړوواخستل وارونه
❦
ټغربه ټول دژوندانه شي
❧
دمرګ له لاسه به بربادشي وطنونه
❦
ټک خوددواړولاسوخېژې
❧
اشنايي هم له دواړوخواؤمزه کوينه
❦
ټکرټکر په توروراشې
❧
چې پرهارونه دې ګنډم خوله درکومه
❦
ټکرټکر مې کورته يوسئ
❧
چې دملالو نجونوخواراسړه شينه