دیکشنری حرفهای سلیمی
جستجوی سریع، دقیق و حرفهای واژهها
واژه خود را جستجو کنید.
★ علاقهمندیها
◷ تاریخچه

درباره شرکت
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی
شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.
خدمات ما
🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویبسایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستمهای دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمرههای امنیتی📡خدمات انترنت
ارتباط با ما
🌐 salimitech.com ✉ info@salimitech.com ☎ 0794709096
زبان
قالب نمایش
فونت
اندازه نوشته
✒ ❦ ♥ ❦ ✒
د پښتنو ادبي دیره
د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه
00:00:00
❦
په زړه مې يو الله خبردی
❧
چې همېشه دغم سودا په کې کومه
❦
په زړه مې غم سترګې مې ژاړي
❧
باڼه ولاړدي اوښکې غواړي رخصتونه
❦
په زړه مې خښ دغم خنجر دی
❧
چې مې رايادشي دليلاشينکي خالونه په زړه منلی يار مې ته يې دالباسي خندادهرچاسره کړمه
❦
په زړه هغه خلک ژړېږي
❧
چې دمحفل ياران يې تورې خاورې خورينه
❦
په زکندن مې راحاضرشه
❧
چې زه سلګۍ کړم سترګې چاته واړومه
❦
په سفرځم پرخدای مې سپاره
❧
لرې وطن دی بياهيهات چې ژوندي يونه په سفر ځې تصويرمې واخله که زه بيانه وم دزړه به دې پرې شينه
❦
په سفر ځم ته راته ګوره
❧
ترشادې پاتې په خنجروهلي زړونه
❦
په سلام ستابورجل له راغلم
❧
ته په کې نه وې بې سلامه تېره شومه
❦
په سورسالوپربام ولاړې
❧
امېل په غاړه کشوې دخلکوزړونه
❦
په سين کې ژر بېړۍ لاهوکه
❧
سبااختردی دخپل يارسلام له ځمه
❦
په شرم ډېر درڅخه شرمېږم
❧
خدای دې پخپله مهربانه که مينه
❦
په شرم ناسته دې پوهېږم
❧
چې په يوه موټي کې دوه ساتې لعلونه
❦ د شعر، مینې او ښکلا کور ❦