دیکشنری حرفه‌ای سلیمی

جستجوی سریع، دقیق و حرفه‌ای واژه‌ها

واژه خود را جستجو کنید.

★ علاقه‌مندی‌ها

◷ تاریخچه

Salimi Technology Services Company

درباره شرکت

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی

شرکت خدمات تکنالوژی سلیمی یک مجموعه تخصصی در زمینه تکنالوژی معلوماتی، خدمات وب، شبکه و راهکارهای دیجیتال است.

خدمات ما

🌐ثبت دومین🖥️میزبانی هاست💻طراحی و توسعه ویب‌سایت🎨طراحی گرافیک🗄️سیستم‌های دیتابیس🛠️خدمات آیتی و شبکه📹کمره‌های امنیتی📡خدمات انترنت

ارتباط با ما

🌐 salimitech.com   ✉ info@salimitech.com   ☎ 0794709096

زبان

قالب نمایش

فونت

اندازه نوشته

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتنو ادبي دیره

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
❦
پرېږده چې زه ذرې ذرې شم
❧
چې په نامردونازېدم وشرمېدمه
❦
پرېږده چې غم زما په سر وي
❧
چې تل ياري دبې وفاخلکوکومه
❦
پرېږده چې لوی ښامار مې وخوري
❧
په پاړوګر اشنامې ډېره نازېدمه
❦
پسرلی راغئ ګلان ډېر شول
❧
داوربل ګل به خپل اشنالره وروړمه پسرلی راغئ ونې شنې شوې زمادزړه ونې ږلۍ وهلې دينه پسرلی راغی ونې شنې شوې زماناښادزړګوټی واورې اوروينه
❦
پسرلی زما په نيمه خواشو
❧
زماپه شناختوپورې وتړئ ګلونه
❦
پسرلی به ستاله کبره خوارشي
❧
په زرغونوجستودې مات کړه زېړګلونه
❦
پسرلی ښه باران يې بد دی
❧
نجلۍ واښه کړي تور اوربل يې لمدوينه
❦
پښتانه واړه شنه زمريان دي
❧
چې ځای يې راشي په سيالۍ تورې وهينه
❦
پښتانه واړه سره يو دي
❧
ورک دې نفاق شي چې به دوی جلاکوينه پښتوکوه که ته پښتون يې ماپرپښتوباندې ګاللي دي غمونه پښتنوبياخولۍ کږې کړې پردښمنانوبه بيا جوړکي ناتارونه
❦
پښتون به ولې تورې نه کا
❧
چې دمېړانې نوم يې تللی په ملکونه
❦
پښتون په توره کې پيدادی
❧
په توره لوی دی هم به مړپه توره شينه
❦
پښتون دجنګ په ډګرمړشو
❧
پښتنې نجونې يې په وينوږدي خالونه